امنیت

په بغلان کې وسله والوطالبانو ته د سر دروندزيان واوښت

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٥ :

د بغلان ولايت په ډنډغوري ساحه کې دخورشيد _٤ په نامه دچاڼيزو پوځي عملياتو په بهيرکې په طالبانو کلک ګوزارونه شوي دي.

دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه  دلسو کليو په پاکولو سربيره دکورنيو اوبهرنيو اتباعو په ګډون د وسله والو طالبانو دډلې  دمشهورو قوماندانانو په ګډون ١٨ تنه وسله وال  طالبان وژل شوي او  ١٧تنه  نور ټپيان شوي دي .

پردلي زياته کړه: د ډنډغوري په ساحه کې د طالبانو دوه داشکې ويجاړې او  د نهرين ولسوالۍ په لاره کې تر پلګي لاندې يو ځاى پرځاى شوى ماين کشف اوشنډ کړى شوى دى .

خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکېدوه تنه پوليسان ټپيان شوي او عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته