سیاست

د لوګر ولایت د مرستیال والي د شهادت له امله د ملي امنیت سلاکار پیغام!

کابل باختر د غويي د مياشتې ٧ مه
د لوګر ولایت د والي مرستیال ښاغلی قمرالدین شکیب، چې له لوګر ولایت څخه د کابل په لور روان وو، د محمد آغې ولسوالۍ د واغجان په سیمه کې د ترهګرو له کمین سره مخامخ شو، چې له امله یې قمرالدین شکیب او یو تن ساتونکی په شهادت ورسیدل.
په پېښه کې د لوګر ولایت د محکمې ریېس او د ولایت مقام ویاند ټپیان شوي دي.
زه د ارواښاد قمرالدین شکیب پر شهادت د زړه له کومې خواشینی شوم د نوموړي پر موټر د ترهګرو ناځوانه برید په کلکه غندم.
ښاغلی شکیب پر وطن، خاوره او خپلو خلکو میېن پوه او مدبر انسان و، تل یې د خپلو خلکو د ښېرازۍ او نیمکرغۍ لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې کولې.
د هېواد داخلي دښمنانو ته دا وایم، چې د خپلو خادمانو، مشرانو او ځوانانو په بې رحمانه شهادت سره هره ورځ زموږ د تاریخي غلیم زړه یخ کېږي او خوښیږي، چې افغانان په خپلو کې یو بل په بې رحمۍ سره په نښه او له منځه یوسي.
ترهګر او د دوی ملاتړي دې په دې پوه شي، چې دوی به په هیڅ ځای کې له افغان زړورو ځواکونو څخه په آمن کې پاتې نه شي، زموږ د ولس او خلکو اراده پیاوړې ده او په خپل قوي هوډ سره به له ټولو سختیو او مشکلاتو سره سره منزل ته رسېږي.
اراښاد قمرالدین شکیب او د نوموړي ساتونکي ته فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم، د نوموړي کورنۍ، دوستانو او ټولو افغانانو ته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم.پاى_ عطاءالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته