زرنج / باختر د تلې دمياشتې ٩ :
يو سړى په نيمروز ولايت کې دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شو.
دغه سړى چې دهلمند ولايت اوسيدونکى دى ، تيره شپه ناوخته په زرنج ښار کې ونيول شو.
د نيمروز ولايت د پوليسو قوماندان جنـرال دلاور شاه دلاور د باختر خبري آژانس ته وويل : چې نيول شوي سړي تومانچه درلوده او ښايي دتروريستي ډلو له غړو څخه وي.
ويل کيږي چې له نيول شوي سړي نظرګل څخه د پوليسو تحقيقات دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ