امنیت

په زابل کې په امنيتي پوستو دبريدونولپاره دطالبانو دطرحې ناکاميدل .

کابل باختر  دزمري ١١:
  دزابل ولايت سيورۍ ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو دبريد لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .
پوځيان وايي مخکې له دې چې طالبان  په دې بريد اقدام وکړي دوى دطالبانو په پټنځيو بريدونه وکړل .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . 
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي باختراژانس ته وويل چې په دغو طالبانو په بريدونوسره په سيورۍ ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو ديرغلګرو دبريدونو مخه ونيول شوه .
ده وويل چې په دغو بريدونوکې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى خو دقيق  شمير يې معلوم نه دى .
دزابل ولايت پوځي مقامات وايي چې په دغو بريدونوکې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته