کابل باختر د ثور ٢٤
په ننګرهار ولايت کې د تيرتاريخ او بې کيفته درملو او خوراکي توکو د پلورنې د مخنيوي په لاره کې مبارزه دوام لري .
دننګرهار ولايت روغتيايي مسوولين وايي چې ددوى د څيړنې ټيم بريالي شوي دي چې په لسګونو ټنه تيرتاريخ اوبې کيفته درمل او خوراکي توکي له پلورنځيو څخه کشف او ضبط کړي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، په دې کمپاين کې پنځوس پلورنځي نغدي جريمه شوي اويا هم تړل شوي دي .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا درياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې دتيرتاريخ اوبې کيفته درملو او دخوراکي توکو د واردولو او پلورنې مخه ونيسي .
ده دپلورنځيو خاوندانو ته خبر دارى ورکړ که چيرې دتيرتاريخ او بې کيفته درملو او خوراکي توکو په پلورنې لاس پورې کړي له قانوني چلند سره به مخامخ شي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل