کابل باختر دثور ٢٣
پاکستاني پوځيانو چې پرون د تڼي ولسوالۍ په سرحدي پوله کې د اغزن سيم ديوال جوړکړى و؛ له منځه يووړ .
د جنوب ختيځ زون قوماندان جنرال راز محمد مندوزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې څو ورځې مخکې د تڼي ولسوالۍ د سرحدي پولې په صفري نقطه کې د اغزن سيم د ديوال د له منځه وړلو په باب له پاکستاني جنرالانو سره خبرې کړې وې او هغوى په دې باب موافقه کړې وه چې د اغزن سيم ديوال له سيمې لرې کړي .
ده وويل چې د دغه ديوال جوړول په دې سيمه کې د ډيورنډ د کرښې د دوو خواو اوسيدونکي يې له ستونزو سره مخامخ کړي وو او د دغو سيمو خلکو له دغې سيمې څخه د اغزن سيم د ديوال د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه .
ختم_ شکريه_ اکرم