سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست : افغانستان دملګروملتو دسازمان دبشر دحقوقو دشورا غړيتوب ترلاسه کړ .

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت وياند نن  په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې افغانستان دهېوادونو داستازو په يوسلو ديرشو رايو سره  دملګروملتو دسازمان  دبشر دحقوقو  دشورا  غړيتوب ترلاسه کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دبهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب  مستغني دغه راز وويل چې افغانستان  دبشر دحقوقو  په لاره کې  په نړيوالو کنفرانسونو کې  د خپلو  برياليتوبونو په ساتنې او دژمنو په عملي کولو سره  په  ٢٠١٦ ميلادي کال کې  دملګروملتو دسازمان دبشر دحقوقو  غړيتوب ترلاسه کړ .او ديوسلو ديرشو رايو په ترلاسه کولو سره يې  پرون  ددغې شورا  غړيتوب ترلاسه کړ .
  ده وويل  په دې شورا کې غړيتوب ددې سبب کيږي چې په افغانستان کې دجګړې  اوتاوتريخوالي  دقربانيانو غږ  په نړيوالو ټولنو کې اوچت شي او په هېواد کې دبشر دحقوقو دتامينولو  زيات فرصت  برابر شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته