سیاست

زلمي خليل زاد : دې ته اړتيا لرو چې په پاکستان کې دحقاني دشبکې په مشرانو زيات هوايي بريدونه ترسره کړو .

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه :
دريو تنو امريکايي سياستوالو  ددغه هېواد داستازو دمجلس دبهرنيو اړيکو دکميټې په غونډه کې ټينګار وکړ چې پاکستان د ډار اچوونکو ملاتړ کوي .
په همدې حال کې دافغانستان دملي امنيت پخواني لوى رييس رحمت الله نبيل  په وروستيو څرګندونوکې ويلي دي چې دپاکستان دولت په نړۍ کې د ډار اچوونکو ډير ستر ملاتړى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې کې دشک او ګومان ځاى نه دى پاتې شوى چې ډار اچونه په سيمه او نړۍ کې له ملاتړ پرته په نه کنټرول وړچلنج بدله شي چې دمتمدنې نړۍ او دسيمي دهېوادونو لپاره په نه کنټرول وړ ستونزه بدله شي .
په افغانستان کې دطالبانو له ماتې او دلند مهالې  سولې او امنيت له ټينګښت وروسته  دا ډار اچوونکي و چې بيا د افغانستان په خاوره کې راغونډ کړى شول اوپه ډار اچونې سره دخونړيو بريدونو دترسره کولو لپاره افغانستان ته واستول شول .
که چيرې  له طالبانو او القاعده سره دپاکستان او دځينو نورو هېوادونومهرباني نه واي هيڅکله  يې خپل پوځيان نه شواى سمبالولى .
دافغانستان ملت په وار وار  طرحه کړه چې جګړه  په افغانستان ټپل شوې ده ډار اچونه دافغانستان په کليو او بانډو کې  ځاى نه لري بلکې ځالې يي دډيورند له فرضي کرښي څخه اخوا دي پاکستان په سيمه کې د ډار اچوونکو او بنسټپالو د راټوليدو په مرکز بدل شوى دى خو په هغه وخت کې هيڅکله دافغانستان متحدينو دغه شان فکر نه کاوه په هر صورت نه شي کيداى دپيغامونو او د ډاډ ګيرنې دمراتبو په څرګندونو سره دفرانسې دملت  ددرد درملنه وکړو د ډار اچوونکو دله منځه وړلو او دسړۍ وژونکو له شر څخه دنړۍ دژغورلو لپاره اصلي نسخه هماغه د ډار اچونې پرخلاف مبارزه کې دنړيوالې ټولنې صادقانه همکاري ده که چيرې نن ورځ په افغانستان ،عراق  سوريه پاکستان او په نورو هېوادونوکې د ډار اچونې بحران قرباني اخلي  سبا به د دوى هدف هغه هېوادونه وي چې ددوموکراسي  ټولنيز عدالت  ازادي  او برابري مدايان دي .
په فرانسه کې دډار اچوونکو په پرله پسې بريدونه ددغې ادعا مصداق دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته