اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې اته ډالره زيات والې راغلى دى

کابل- باختر د وري دمياشتې ٢٥ مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تېرې ورځې په پرتله اته ډالره زيات والې راغلى دى.
پرون په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر  په ١٣١٨ډالرو وړاندې کيدل، نن په ١٣٢٦ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٧٠ افغانيو، کويټي په٢٥٢٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٧٠ افغانيو، بحريني په٢٢٢٠افغانيو، عربي په٢١٧٠ افغانيو، ايراني په١٧٢٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٢٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته