سیاست

په ګرشک کې زيات شمېر ښځو په انتخاباتوکې دګډون لپاره نومونه ليکلي دي

کابل باختر د ليندي څلورمه
تراوسه پورې څه د پاسه دوه زره تنو ښځو او نجونو د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې په انتخاباتوکې دګډون لپاره نومونه ليکلي دي .
په هلمندکې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولين وايي چې ددغه ولايت په کرشک ولسوالۍ کې دوه زره تنو ښځو او نجونو په انتخاباتوکې د ګډون لپاره  نومونه  ليکلي دي .
په هلمند ولايت کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس قدرت الله نقشبندي  باخترآژانس ته وويل: د هيلې پرخلاف په ګرشک ولسوالۍ کې تر اوسه پورې په شرايطو برابرڅه د پاسه دوه زره تنو نجونو او ښځو په انتخاباتوکې دګډون لپاره نومونه ليکلي دي او دغه شمېر ښيي  چې د هلمند ولايت  دنورو ولسواليو په پرتله  په ګرشک  کې زيات شمېر ښځې په انتخاباتوکې ګډون کوي .
ده وويل چې په ټوليزه توګه تراوسه پورې د ولسو زرو تنو په ګرشک ولسوالۍ کې د راى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي چې دوه زره تنه يې ښځې اونجونې دي.
نقشبندي وويل: هلې ځلې کيږي چې په هلمند ولايت کې په انتخاباتوکې د خلکو او په تېره بيا د ښځو دګډون لپاره ښه شرايط برابر شي.
دګرشک ولسوالۍ يوې ميرمنې شاه ګل د ښې راتلوونکي لپاره په انتخاباتوکې دښځو ګډون ضروري وباله او زياته کړه چې ښځې هم په تيرو اوږدوجګړوکې زياتې ځوريدلې دي .
دې وويل: دخپلې راى کارت به د يومناسب شخص په صندوق کې واچوي او دګرشک ولسوالۍ ټول اوسيدونکي په تيره بيا ښځې به په ازاد ډول په انتخاباتو کې به کډون وکړي او د قوم اوسيمې په پام کې نيولو پرته به دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو مناسبو نوماندانو ته راى ورکړي.
  دهلمندولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون دمسوولينو دڅرګندونوله مخې:  تراوسه پورې په دغه ولايت کې نږدې سلو زرو تنو نومونه ليکلي دي چې پنځه زره تنه يې ښځې دي او په دغه ولايت کې د نوم ليکنې بهير دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته