سیاست

جمهور رئیس غني په سعودي عربستان کې دمېشتو افغانانو له استازوسره وکتل

کابل باختر د چنګاښ دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د عمرې حج د ادا کولو په موخه د خپل سفر په دویمه ورځ نن له غرمې مخکې په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو له استازوسره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې ډاکټر سروري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په سعودي کې د مېشتو افغانانو او تاجرانو بېلابېلې ستونزې او غوښتنې له جمهور رئیس سره شریکي کړې.
ده په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو د پاسپورټ ستونزې ته په اشارې وویل، افغانان چې د پاکستان په پاسپورټ سعودي عربستان ته راغلي، غواړي دخپل هیواد پاسپورټ ترلاسه کړي. همدارنګه ده په سعودي کې د مېشتو افغان کورنیو ماشومانو لپاره د افغاني نصاب لرونکو ښوونځیو د جوړولو او تحصیلي بورسونو وړاندیز هم وکړ.
هغه وویل، که حکومت د ښوونځي د ودانۍ لپاره د ځمکې په برخه کې همکاري وکړي، نو تاجران به په خپل شخصي لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړه کړي. همدارنګه په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو له جمهور رئیس څخه دکارګري وېزې او د بلنليک غوښتنه هم وکړه.  هغوی وویل، دسعودي عربستان حکومت  دې دنورو هیواونو په څېر دوی ته د بلنليک حق ورکړي.
جمهور رئیس د دوی د غوښتنو او ستونزو له اورېدلو وروسته وویل، د ملي امنیت شورا د پرېکړې په اساس د هویت له تثبیت وروسته دیوې ځانګړې پاڼې په لرلو سره په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته دخپل هیواد پاسپورټونه ورکول کېږي .
همدارنګه جمهور رئیس غني په سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په یاد هېواد کې له مېشتو افغانانو سره په ګډه دې د دوی د  ښوونځي ستونزه حل کړي او دسعودې عربستان دبورسونو یوه برخه دې په سعودي کي مېشتو افغانانو ته ځانګړې شي.
محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې مېشتو افغان تاجرانو ته ډاډ ورکړ، چې دسعودي پاچا خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز سره به نن ماښام د روژه ماتي پرمهال  دکارګري ویزې او بلنليک د ستونزو په هکله خبرې وکړي.
جمهور رئیس په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ته په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په موخه دستور ورکړ، چې د دوی ستونزې دې له تشخیص وروسته په لیکلې بڼه جمهوري ریاست ته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته