امنیت

د طالبانو بريد شنډ کړى

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
يوه ډله وسله وال طالبان چې د نهو زرو ډالرو په بدل کې يې د پروان ولايت په سياګرد ولسوالۍ د بريد نيت درلود؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
د پروان ولايت د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي باختر آژانس ته وويل: لس تنه وسله وال طالبان د بګرام او سياګرد د ولسواليو په مرکزونوکې دامنيتي ځواکونو د دريو ګډو عملياتو په بهيرکې د هغو طالبانو په ګډون چې پيسې يې اخستې وي؛ ونيول شول.
احمد زياته کړه: دغو طالبانو په سياګرد ولسوالۍ د ډله ييز بريد نيت درلود خو تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد د پاکستان د مرسته شويو نهو زرو ډالرو د ويشلو په بهيرکې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته