ټولنه

د اسلامي پيوستون صندوق دارګو له مصيبت ځپلو سره سل زره ډالره مرسته وکړه.

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
د اسلامي پيوستون صندوق د بدخشان ولايت د ارګو په ولسوالۍ کې د ځمکې ښويدنې د پيښې له مصيبت ځپلو سره سل زره ډالره مرسته کړې ده .
د بهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د اسلامي پيوستون صندوق د اقتصادي ، فرهنګي او ټولنيزو چارو لپاره د اسلامي کميټې په اووه ديرشمه غونډه کې چې د اسلامي همکاريو د سازمان د عمومي دارالانشا په مقرکې جوړه شوه؛ سل زره ډالره يې د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويدنې د پيښې له مصيبت ځپلو سره د مرستې په خاطر ځانګړې کړې دي چې له دې جملې څخه پنځوس زره ډالره د عاجلو مرستو لپاره او نور پنځوس زره ډالره دغو زيانمنو شويو ته د کورونو د جوړولو په مقصد ځانګړې شوي دي .
ددغه صندوق رييس څرګند کړې ده چې دغه پيسې په کابل کې د OIC د دفتر له خوا د افغانستان د دولت د اړوندو ارګانونو په واک کې ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته