کابل باختر د زمري اته ويشتمه
په افغانستان کې د ايساف لوي قوماندان دملا عمر پيغام دافغانستان خلکو ته له کرکې ډک او ناهيلې پيغام وباله .
دامريکايي ځواکونو او دناټو لوي قوماندان جنرال جان آلن دملا عمر پيغام له کرکې ډک او دافغانستان دبي ګناه خلکو دوژني اوويني توييدو ددوام پيغام وباله .
دطالبانو دتروريستي ډلې دمشر ملا عمر له پيغامونو وروسته د طالبانو د ډلې له خوا ځانمرګي بريدونه په واټونو کې دماينونو ښخول او دملکې وګړو وژل زيات شوي دي .
تيره اوونۍ دملا عمر دلومړي پيغام له صادريدو وروسته د هيواد نږدي سل تنه ديندار او روژه لرونکې هيوادوال دنيمروز ، کندز ، تخار ، بدخشان او دهلمند په ولايتونو او دهيواد په نورو سيموکې د طالبانو له خوا وژل شوي دي
دروژې دمبارکې مياشتي په وروستى ورځ هم څو تنه ملکي وګړي په هرات کې شهيدان شول .