کابل باختر د زمري شپږ ويشتمه
په هرات ولايت کې ديوې چاودنې له امله شل تنه ټپيان شول .
دغه چاودنه پرون دهرات ښار دليلامي په واټ کې وشوه .
ويل کيږي چې ددې پيښې زياتره ټپيان ملکي وګړي دي . چې داختر دشيانو دپيرودلو لپاره دغه ګڼه ګوڼې سيمې ته ورغلي و .
دهرات دوالي ويندوى محي الدين نوري باختر اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په يوه بايسکل کې ديو بم دځاى پرځاى کولو سره په ملکي وګړو چاودنه وکړه .
دغه چاودنه دپوليسو ديوې امنيتي پوستې ته څيرمه شوې ده .
په دې حال کې دهرات د حوزوي روغتون ډاکتران وايي چې دغه روغتون ته يو ويشت ټپيان ليږدول شوي دي چې دپنځو تنو حالت يې خراب دى .
ددغو ډاکترانو د څرګندونو له مخې ، دپوليسو څو سرتيري هم په دغو ټپيانو کې شامل دي .
وسله والو طالبانو دکوچني اختر په رانږدي کيدو سره په ملکي وګړو خپل بريدونونه زيات کړي دي . چې يو يې په نيمروز کې يو ځانمرګي بريد و چې څه ناڅه يوسلو شل تنوته چې زياتره يې ملکي وګړي دي مرګ ژوبله اوښتې ده