ټولنه

په دايکندي کې دکرنې رياست ته ګودام جوړيږي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
د دايکنډي ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دګودام دبنسټ ډبره نن د دايکنډي دوالى معصومې مرادي ،ددولتي ادارو د رييسانو او دولايتي شورا داستازو او د رسنيو دکارکوونکو په وړاندې کيښودل شوه .
دکرنې او ابولګولو رييس انجينير مهدى موحدي دباختر اژانس خبريال ته وويل دڅلور سوه ديرشو مترو په اوږدوالي ددغه ګودام دجوړولو کار د کرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دنهو مليونو نهه سوه اته نوي زرو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسى ډول دبرادران د ساختماني شرکت له خوا دلسو مياشتو په موده کې جوړيږي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دګودام په ودانۍ کې دانګړ د ديوال په ګډون د دوو خونو جوړول هم په پام کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته