ټولنه

دوه زره شپږ سوه کورنيو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياو څخه ګټه واخيسته

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٠ :
په بلخ ولايت کې  څه د پاسه دوه زره شپږ سوه کورنيو پرون دملي پيوستون د پروګرام دټولګتو پروژو له آسانتياو ګټه واخيسته .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکورياست باخترآژانس ته خبرورکړ.  داووه ويشتومليونو څلور سوه شپږ شپيتو زرو افغانيو په لګښت دملي پيوستون دپروګرام دنهو پروژو  کار چې  دبريښنا دشپږو ترانسفارمرونو او د ٩٧٦ اوسپنيزو اوکانکريټي ستنو  په درولو سره  دښاري بريښنادشبکې  غځول پکې شامل دي  دبلخ ولايت  په شور تيپه  ولسوالۍ کې  بشپړ شوى دى.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په بلخ ولايت کې  ٩٣٤ کلي  دپرمختيايي پروګرامونو ترپوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې په دې بريالى  شوى دى  چې  په بيلابيلو برخو کې   ٢٠٧٤ پروژې بشپړې او دخلکو داستفادې وړ وګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته