سیاست

د ملي امنيت سلاکار په کابل کې د چين له سفير سره وکتل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير يوجينګ سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د ملي امنيت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو، د امنيتي او اقتصادي همکاريو د پراختيا او له ډار اچونې سره د ګډې مبارزې په باب خبرې شوې.
د هېواد د ملي امنيت سلاکار د روسيې فدراتيف جمهوريت ته خپل وروستي سفر ته د اشارې په ترڅ کې د تروريزم او تاوتريخوالي بنسټپالنې له امله له ګډو خطرونو سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د سيمه ييزو متحدينو رول ارزښتناک وباله او د سولې د تامينولو او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د سمبالولو په لاره کې د چين جمهوريت د همکاريو له امله مننه وکړه .
په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت سفير يوجينګ وويل چې هېواد يې د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره د هر اړخيزو همکاريو په دوام ژمن دى او د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د لازمو تجهيزاتو د تدارک او برابرولو په لاره کې د افغانستان دولت د مشخصو غوښتنو په باب څيړنې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته