کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
د٢٠١٨ کال نړيوال جام ته د لارې موندنې لپاره دسکي سيالى نن په سويس کې پيل شوې .
باختراژانس دازادي غږ راډيو له خولې خبر راکړ ، په دغوسياليو کې يوسلو پنځوسو تنو ګډون کړي دي چې له دې جملې څخه يوازې پنځه ويشت تنه ټاکل کيږي . چې د ٢٠١٨ المپيک په سياليو کې ګډون وکړي .
په دغوسياليو کې دلومړى ځل لپاره دوو تنو افغان سکي بازانو عليشاه فرهنګ او سجاد حسيني هم ګډون کړى دى .
دازادى راډيو خبريال ددغوسياليو له پيل څخه څوشيبې مخکې له عليشاه فرهنګ سره خبرې کړى دى .
ده ويلي دي چې د يوسلو پنځوسو تنو ورزشکارانو ترمنځ زموږ دبرياليتوب چانس ډير لږ دى خو دده دڅرګندونوله مخې دوى به خپلې هلې ځلې وکړي .
دغه دوه تنه افغان ورزشکاران دباميانو دسکي بازانو دکلپ ، دوالکل دشرکت او دسويس دسند مورتيز دښار له خوا تمويليږي .
0 1 دقیقه لوستل