خبرونهنړۍ

پښتونخوا کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي

کابل, د سلواغې ۱۶ مه, باختر
د پاکستاني او نړيوالو رسنیو د راپورونو له مخې د پښتونخوا په دیره اسمعیل خان سیمه کې نن دوشنبې سهار د پولیسو پر مرکز برید کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، بریدګرو لومړی له نښه ویشتونکې وسلو څخه کار اخیستی او وروسته ودانۍ ته ننوتي دي.
چارواکو ویلي، چې دغه برید کې له نورو درنو وسلو او لاسي بمونو څخه هم کار اخیستل شوی دی.
معلومه نه ده، چې دغه برید چا کړی، خو باید وویل شي، چې برید د دغه هېواد له عمومي ټاکنو یواځې درې ورځې مخکې ترسره شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته