فرهنګ

دنوروز دجشن دنمانځلو کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
دنوروز دجشن دنمانځلو د کميسيون غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعين پوهاند  محمد رسول باوري په مشرتابه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغونډې په پيل کې پوهاند باوري دنوروز دجشن دتاريخي جرړې په باب لنډه وينا وکړه او له کميسيون څخه يې وغوښتل چې نوروز  له نورو مسايلو سره اړونده نه کړي .
دغونډې په پاى کې ګډون کوونکو په اجندا کې دشاملو موضوعګانو په باب خبرې وکړې او په هر مورد کې تصميمونه ونيول شول .
  ختم_شکريه_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته