امنیت

په روانه مياشت کې په فراه کې پنځوس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
په فراه ولايت کې  دروان کال  دلړم دمياشتې په بهير کې  دافغان پوځيانو دهوايي عملياتو له امله  ٥٠ تنه وسله وال طالبان  وژل شوي دي .
دفراه دوالي وياند محمد ناصر مهري دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان  دخاک سفيد ولسوالۍ په ديوار سرخ  او خاک سفيد په کليو کې  دهوايي عملياتو په بهير کې وژل شوي دي .
  دده دڅرګندونوله مخې   دغه راز په همدې موده کې  لس تنه نور وسله  وال طالبان ټپيان شوي دي .
مهري زياته کړه  دلويديځ  زون په کچه د  طالبانو جګړو دتنظيمولو رييس داود مزمل ، دطالبانو مالي مرستيال  ملا جانان او دطالبانو دډلې  مهم غړى قاري  مجيد اوملا امان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
  ده زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې ١٩ تنه طالبان دقندهار  او هلمند له ولايتونو څخه وو .
  ختم _شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته