جلال آباد د کب ٢١ مه باختر
څه دپاسه څلور سوه کورنيو په ننګرهار کې بشري مرسته ترلاسه کړه.
دغه کورنۍ د جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمې شوې وې.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل: په دې پړاو کې په څه دپاسه څلور سوه اړو کورنيوغوړي، وريجې ، لوبيا ، مالګه او شړۍ ووېشل شوې.
دغه مرستې د کورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونوله خوا برابرې شوې وې.
پاى ذ