امنیت

دنيمروز دملي امنيت دځواکونو په يوې قرارګاه دځانمرګو يرغلګرو ډله ييز بريد .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
يوې   ډلې ځانمرګو يرغلګرو نن  مازيګر  په  نيمروز    ولايت کې   د  ملي امنيت   د ځواکونو  په يوې قرارګاه بريد وکړ.
دغه بريد نن مازيګر دپنځو بجو په شاوخوا کې هغه وخت پيل شو چې يرغلګرو      د چهار برجک ولسوالۍ دملي امنيت په  ادارې بريد وکړ.
د رارسيدلو خبرونو له مخې  : لومړى يوځانمرګې يرغلګر ځان ددغې  قرارګاه د دروازې په وړاندې وچاوه او وروسته درې تنه نور يرغلګرو دملي امنيت له ځواکونو سره په نښتې لاس پورې کړ.
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان جنرال قسيم جنګل باغ باختر اژانس ته وويل  : چې
  يرغلګردملي امنيت له مامورينوسره دنښتې په بهيرکې يو په بل پسې ووژل شول .
د  جنرال جنګل باغ    د  څرګندونو له مخې   :  په دې پيښه کې پوځيانواو د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى  اوښتى.
په همدې حال کې ويل کيږي چې يو يرغلګر دملي امنيت له ځواکونو سره دنښتې په بهير کې په تيښتې بريالى شوى دى .
دنيمروز امنيه قوماندان هم د دغه يرغلګر نښته تاييد کړه ويې ويل چې  د هغه دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته