ښوونه او روزنه

په غزني کې د کتاب لوستلو کمپاین ترسره شو

غزني باختر د چنګاښ د مياشتې ۲۵ مه
په غزني کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت د (هيڅ کتاب نشته چې د يو وار لوستلو ارزښت ونلري) تر نامه لاندې د کتاب لوستلو د دود د عامولو په موخه يو کمپاین ترسره شو.
د باختر اژانس د خبرله مخې په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پرځای شوي وو د غزني ولايت د والي مرستيال محمد عارف واحدي وویل چې له بدبختيو څخه د خلاصون يواځينۍ لاره لوست ته مخه کول دي.
د زياته کړه چې ولايتي اداره هر وخت د خلکو په خدمت کې ده او په ښوونيزو او فرهنګي برخو کې به هيڅکله خپله همکاري له وګړو څخه ونه سپموي.
په ورته وخت کې محمد بشير محمدي وویل چې له دغه کمپاين او د یو ګرځنده کتابتون له جوړولو څخه یې موخه به ځوان نسل کې د کتاب لوستلو دود عامول دي.
محمدي زياته کړه هغه ځوانان چې د کتاب لوستلو سره علاقه نه لري دوی هڅه کوي چې د هغوي تر کورونو دغه ګرځنده کتابتون ورسوي چې د دغې لارې په مټ به وکولای شي هغه ځوانان چې د کتاب لوستلو سره علاقه نلري لوست ته تشويق کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته