امنیت

دجمهور رييس غني په مشرۍ دملي امنيت دشورا غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دکب يو ويشتمه :
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  په مشرۍ دملي امنيت دشورا غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه .
  دجمهور رييس  دويندى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ . په پيل کې  دملي امنيت سلاکار محمد حنيف  اتمر دهيواد  دامنيتي او دفاعي  سکتور دلومړيتوبونو او دبنسټيزو اقداماتو فهرست دملي امنيت دشورا غونډې ته وړاندې کړ .
دملي امنيت شورا دغه فهرست تصويب کړ او په همدې حال کې يې اړوندو مسوولينوته  دنده وسپارله چې په دې اړوند دې دملي امنيت شورا ته رپوټ وړاندې کړي او دغه فهرست دې له زمانې سره سم تل نوى کړي .
وروسته دملي امنيت دشورا ددفتر مرستيال محمد ابراهيم قاسمي دغه طرحه  جګپوړو دولتي کارکوونکو ته دتګلوري دغوره کولو پرځاى  وړاندې کړه .
دملي امنيت شورا په دې اړوند له غور  او څيړنې وروسته وپټيله چې له استثنايي مواردو پرته دې بل تګلوري  جګپوړو دولتي کارکوونکو ته غوره نه شي .
دغه راز په غونډه کې څرګنده شوه چې جګپوړي دولتي کارکوونکي دې بايد دترافيکو قوانين  رعايت کړي  او دترافيکي ګڼې ګوڼې او کابل ښاريانو ته دستونزو  دپيداکولو سبب نه شي  .
ورپسې  دملي امنيت دمشاوريت ددفتر سلاکار عنايت الله قاسمي دځورونې دله منځه وړلو پروګرام غونډې ته وړاندې کړل .
دملي امنيت شورا په دې بانډې په ټينګار سره چې ځورونه په هيڅ حالت کې دمنلو وړ نه ده  ، دځورونې دله منځه وړلو پروګرام تصويب کړ او له ټولو اړوندو دولتي ارګانونو څخه يې وغوښتل چې دهغه په تحقق کې دې په جدي توګه اقدام وکړي .
دغه راز دملي امنيت شورا ټينګار وکړ چې دغه پروګرام  دې په بيلابيلو  پړاونو وويشل شي او ددغه پروګرام  په چوکاټ کې دځورونې دفرهنګ دله منځه وړلو په خاطر عملي اقدامات وشي .
  ورپسې دملي امنيت دشورا مرستيال دامنيتي ځواکونو دسردزيان دکمښت دپاليسي  طرحه دملي امنيت دشورا غونډې ته وړاندې کړ ه .
   دملي امنيت شورا دقواوو دسردزيان دکمښت دپاليسي چوکاټ تاييد کړ خو دهيواد له هر امنيتي ارګان څخه يې وغوښتل چې دغه طرحه دې دخپلو اړوندو ارګانونو خاصو شرايطو ته په پاملرنې سره په يو عملي پروګرام بدل کړي او دهغه دتحقق په باب دې دملي امنيت شورا ته رپوټ وړاندې کړي . .
دغه راز دملي امنيت شورا دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو ته  لارښوونه وکړه چې دجلب او جذب دنظام په اصلاح کولو او په سمه توګه دسرتيرو اوبريدملانو په څارنه کې عملي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
دملي امنيت دشورا  دغونډې په پاى کې دهيواد عمومي امنيتي حالات وڅيړل شول او دامنيتي  حالت دښه والي په خاطر  دهيواد دامنيتي او دفاعي سکتور مسوولينو ته  مشخصې لارښوونې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته