ټولنه

محمد کريم خليلي دافغانستان د ځوانانود مدني ټولنې له غړو سره وکتل

کابل باختر دتلي اتمه
دافغانستان د ځوانانو دمدني ټولنې  په لسګونو  تنو غړو نن له غرمې وروسته د جمهور رييس  له دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل  اودهيواد  له ځوانانو سره يې ددولت دملاتړ غوښتنه وکړه .
  باختر اژانس ته  د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبر له مخې.  په دې کتنه کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعين  تيمور شاه اسحق زي  هم برخه لرله  ددغې ټولنې غړو  په بيلابيلو  ټولنيزو  ، فرهنګي ، سياسي  او اقتصادي برخو کې دځوانانو شتون ګټور  او اغيزمن  وباله  او  له دغه ستر  ټولنيز   قشر سره يې  ددولت  د هراړخيز ملاتړ  غوښتنه وکړه .
ددوى د څرګندونو له مخې دافغانستان دځوانانو مدني ټولنه  يو مدني مرکز ده  چې په دې وروستيو وختو کې يې  خپل فعاليتونه  په رسمي ډول پيل کړي دي او داساسنامې  او د تشکېلاتي جوړښت  د تصويب  په مقصد  ددغه مرکز  دويمه  کنګره  تيره اوونۍ  جوړه شوې ده .
  ددغه مرکز  دجوړولو هدف  د سولې له بهير سره مرسته  ،  د دموکراسي دارزښتونو  پراخ بنسټه  کېدل ، دبيان د ازادي پياوړتيا او د ښځو دحقوقو  تامينول  بلل شوي دي .
  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  تيمور شاه اسحق زى  دلنډو خبرو په ترڅ کې دښې حکومتوالۍ  په تامينولو ، له اداري فساد سره  په مبارزه او دغه راز  له دولت سره  دخلکو  داړيکو په تامينولو کې  د ځوانانو رول ګټور وباله .
  وروسته  د جمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  دهيواد په بدلونونوکې  د ځوانانو رول  اومقام ته  په اشارې سره  څرګنده کړه  نن  ورځ  دهيواد په سلو کې نږدي  شپيته وګړي  ځوانان دي . او که چېري  دغه ځواک  په فعاله توګه په بيلابيلو  ټولنيزو برخو کې  ونډه واخلي  زموږ په هيواد کې به ستر  او ديادونې وړ  بدلون  رامنځته شي .
  دجمهور رييس مرستيال  دهغو ستونزو  او خنډونو  دبيانولو په ترڅ کې  چې نن  زموږ هيواد ورسره لاس او ګريوان دي  ، ټينګار وکړ  چې دغه ستونزي  اوخنډونه  هغه وخت  لري کېږي  چې زموږ ځوانان په دې لاره کې په ټول قوت  او ځواک سره په کار  واچول شي .
  دجمهور رييس مرستيال ځوانان دټولنې  دخوځښت  اوبدلون عامل  وبلل  او دغه راز د هيواددخلکو ترمنځ ديو والې او پيوستون په تامينولو کې يي  دهغوى رول  ستر وباله
د جمهور رييس مرستيال دهيواد  له ځوانانو څخه وغوښتل  چې د ستونزو اومشکلاتو په وړاندې  مقاومت  وکړي  او هيڅکله  دخپل راتلونکې برخليک په نسبت  ناهيلې ته  لاره ورنه کړي .
دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  له هغو پروګرامونوسره  چې د ځوانانو  دودې او سمون لپاره  ترسره کېږي  ددولت ملاتړ  اعلام کړ او څرګنده يې کړه چې اړوندي  اداري دې  بايد  دهيواد نننيو اړتياو ته دځواب  ويلو لپاره  ځوانان  خپل جوړښت ته  وهڅوي  .
دغه راز  دجمهور رييس مرستيال  دهيواد  له ځوانانو څخه وغوښتل  چې  دټولنيزو سياسي او فرهنګي مسووليتونو د ترلاسه کولو لپاره  خپله ځواکمني پياوړي کړي  او دهيواد دخلکو ترمنځ ديو والې او پيوستون  د تامينولو په لاره کې  هڅه او هاند وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته