سیاست

تبصره:

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
دهيواد جمهور رييس محمد اشرف غني دآقينې د اوسپنې پټلۍ د پروژې له پرانستلو وروسته ټينګار وکړه چې افغانستان په راتلوونکى کې ستر ګامونه اخلي او دافغانستان هر ولايت به له ګاونډيو هيوادونو سره ستره ارتباطي اډه وي.
دباختر آژاسن مفسر ليکي:
د آقينې داوسپنې پټلۍ پرانستل چې افغانستان د لاجوردو له لارې له آسيايي او اروپايي هيوادونو سره نښلوي نه يوازې دافغانستان خلکو بلکې دسيمې هيوادونو ته هم يو ستر اقصتادي بدلون دى .
دغه پروژې سربيره پردې چې افغانستان دلاجوردو دلرغوني واټ له لارې تر ترکيې ،ګرجستان او آذربايجان پورې رسوى او اروپا ته دافغاني مالونو دليږدونې زمينه برابروي بلکې دجنوبي آسيا او مرکزي آسيا هيوادونه دافغانستان له تګلوري څخه له يوبل سره نښلوي چې کولاى شو ووايو افغانستان نور يو نښلونکى هيواد دى او په تجارتي تجريد کې نه دى او د بنسټونو په جوړولو او طرحه کولو سره کولاى شي دسيمه ييزې همغږۍ او دخپلو او دنورو هيوادونو دګټو دتامينولو سبب شي.
د آقينې د اوسپنې دپټلۍ غځول په هيواد او سيمه کې داقتصادي همکاريو په وده او د سوداګرۍ په پراختيا کې دافغانستان د دولت د ژمنو يوه برخه ده چې کولاى شو دهغو دستراتيژيکي پروژو يوه برخه وبولو چې دافغانستان لپاره به دترانزيت لاره پراخه کړي . په داسې حال کې چې افغانستان پخوا يوازې د يوې مشخصې تجارتي او ترانزيتي لارې په قيد کې و چې زياتره دغرضي سياسي کړنو له امله زيانمن شو زموږ سوداګرو ،خلکو او دولت له دې پلوه زيات مالي تاوانونه وزغمل.
دغه راز په دې بريالي نه شول له نورو هيوادونو په تيره بيا له هند سره خپلې اقتصادي او تجارتي اړيکې چې افغاني مالونو ته مناسب بازار دى پراخې کړي خو اوس حالت دبدلون په حال کې دى . افغانستان له تجارتي او اقتصادي انحصار او تجريد څخه دوتلو په حال کې دى موږ څه موده مخکې دهمکارۍ اودايران له چاه بهار بندر څخه داستفادې دتفاهم ليک دلاسليک کولو شاهدان و چې افغانستان له هند سره نښلوي . دغه راز دتودو اوبوپه لور به دافغانستان دريڅه وي او اوس د آقينې داوسپنې پټلۍ پرانستل شوه چې دترکمنستان ،آسيا او دجنوب لويديځ له تګلورى څخه اروپاته دافغانستان لاره لنډوي . دغه دوه پروژې نه شي کيداى چې يو لومړى او وروستۍ فرصت وي چې دترکمنستان – افغانستان –تاجکستان د اوسپنې پټلۍ په پروژې کار دوام لري چې په عملي کيدو سره به يې افغانستان له چين سره لنډه تجارتي لاره پيداکړي.
داسلام قلعه داوسپنې پټلۍ دافغانستان او ايران تجارتي تګلورى آسانه کوي او له هند سره دسوداګرۍ دپراختيا لپاره به په ډير لنډ ممکن وخت کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يو هوايي دهليز جوړ شي.
افغانستان يو جيوپولتيک هيواد دى چې له شپږو هيوادونو سره ګاونډيتوب لري دغه هيوادنه يوازې دشپږو هيوادونو دپيوستون مرکز دى بلکې دغه شپږ هيوادونه به د نړۍ په لور دافغانستان دريڅه وي او دجمهور رييس غني دغه خبرې چې وايي دافغانستان هر ولايت به له ګاونډيو هيوادونو سره ستره ارتباطي اډه وي په دې کار دتاييد مهر لګولى دى چې افغانستان به دملي ګټو دتثبيتولو لپاره له خپل موقعيت څخه ګټه واخلى افغانان دنورو هيوادونو دخلکو په شان دخپلو ملي ګټو په تګلورى کې حرکت کوي.
او نه پريږدي چې په تجارتي او اقتصادي انحصار او تجريد کې وي له نورو هيوادونو سره دتجارتي او اقتصادي اړيکو پراختيا په هيڅ صورت له تجريد سره د دريمګړى هيواد دمخامخ کولو مانا نلري . لکه څنګه چې افغانستان له تجريد سره دنورودنه مخامخ کولو په باب فکر کوي نور هيوادونه دې هم په افغانانو دځان او دخپلو غوښتنو دتپلو په فکر کې نه وي . بلکې دافغانستان د دولت وروستي اقدامات چې دسيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ دپراختيا په لاره کې دپروګرامونو يوه برخه ده درک کړي . ټينګار په دې دى چې نور هم له دغه بهير سره يوځاى شي. او په دې ترتيب دتقابل اونښتې ، کينې او کدورت پرځاى دسيمې په کچه داقتصادي غوړيدو او دبيوزلۍ دمنحه وړلو لاره غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته