خبرونهټولنه

په تېرو دوو ورځو کې سېلاوونو په هېواد کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل، د زمري ۲مه، باختر
پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت مسئولین وايي چې په تېرو دوو ورځو کې سېلاوونو، په هېواد کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت ویاند مولوي محمد نسیم حقاني وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سېلاوونو د راوتلو له امله ۱۳ تنه شهیدان او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
حقاني زیاتوي چې دغه سېلاوونه په میدان وردګو، پکتیا، ننګرهار، نورستان، پکتیکا، ‍پروان، پنجشېر او درېیو نورو ولایتونو کې راوتلي چې مالي زیانونه هم اړولي دي، خو تر اوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم.
د هغه په وینا؛ د پېښې په سیمو کې، پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت د ژغورنې ټیمونه په کار او مرستې رسولو بوخت دي.
د حقاني د څرګندونو له مخې؛ د سېلاوونو د راوتلو له امله ځینې فرعي لارې هم ویجاړې او بندې شوې دي، خو د بیا رغولو او خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي.
پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي چې په یادو ولایتونو کې له مرستندویو مؤسسو سره هم خبرې شوې او د دغو مؤسسو مسئولینو سېلاو ځپلو ته د مرستې رسولو ژمنه کړې ده.
په ورته وخت کې، زیانمنې شوې کورنۍ له افغانستان اسلامي امارت او مرستندویو بنسټونو څخه غواړي چې په دغه شان سختو شرایطو کې، د دوی لاسنیوی وکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته