امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
  دوسله والوطالبانو ديوه قوماندان په ګډون شپږ تنه  وسله وال طالبان تيره شپه په هلمند ولايت کې ووژل شول .
دهلمند دامنيې قوماندانۍ وياند محمد زمان همدرد  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دامنيتي منسوبانو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې يوسيمه ئيز قوماندان ملا مومن هم شامل دى
همدرد زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل له يو موټرسايکل  سره ترلاسه شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته