کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن د افغانستان د ملي سوکالۍ ګوند له مشرتابه هيئت او غړو سره وکتل.
د حامدکرزي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې لومړى د افغانستان د ملي سوکالۍ ګوند رييس محمدحسن جعفري خبرې وکړې او په تيرو ديارلسوکلونوکې د حامدکرزي د کړنوله امله په قدردانۍ سره وويل: تاسې د دې هېواد يو ارزښتناک شخصيت او ملي پانګه ياست او د ملي وحدت د ټينګښت، د رسنيو د پراختيا، د پوهنتونونو د جوړولو، د هېواد بچيانو ته د ښوونې او روزنې د زمينې د برابرولو او په نوروبرخوکې په تيرو ديارلسوکلونوکې ستاسو خردمندانه رهبري د ستاينې وړ ده او د افغانستان تاريخ به هيڅکله تاسې هير نه کړي.
وروسته حامدکرزي د هغوى د قدردانۍ له امله په مننې سره وويل: په حقيقت کې هغه برياليتوبونه چې تاسو ياد کړل؛ زما نه، بلکې ستاسو او د افغانستان د خلکو دي .
افغانستان په هغې برخه کې چې پرمختګ کړى دى؛ د افغانانو د هڅو او هاند زيږنده دي او زه د دغو ټولو په ترلاسه کولوکې وروستى فرد وم، تاسې کولاى شئ په خپلو ښو ملي ولولو سره افغانستان ښه او لا پسې ښه کړئ.
0 1 دقیقه لوستل