امنیت

د لغمان د الينګار پر ولسوالۍ د طالبانو ناکام بريد

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د لغمان ولايت پر الينګار ولسوالۍ د طالبانو بريد په داسې حال کې ناکام شوى دى چې په لسګونو وسله والو طالبانو له څو استقامتونو څخه په الينګار کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
له دغو بريدونو وروسته امنيتي ځواکونو غبرګون وښوده او په پاى کې يې طالبانو ته د سر زيان واړاوه .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د طالبانو دغه بريد ناکام شوى دى.
ده وويل: په دغو نښتوکې د طالبانو دوه تنه قوماندانان په جلالي مشهور ملا نقيب الله او ملانسيم او د دغې ډلې له يوبل غړى سره ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.
ښاغلى ځواک وايي: په دغو نښتوکې پوځيانو وکولاى شول د طالبانو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي.
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو ته کوم زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته