امنیت

په لغمان کې درې تنه د دولت له مخالفينو سره د اړیکو په تور ونیول شول

کابل/دمرغومې۲مه/باختر
د افغان کومانډو ځواکونو په عملیاتوکې د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې درې تنه د دولت له مخالفينو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
د کومانډو ځواکونو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وویل چې کومانډو ځواکونو پرون ناوخته په الیشنګ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتوکې درې تنه د دولت له مخالفينو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتوکې د وسله والو طالبانو څو سپکې وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته