امنیت

دهېوادا په بيلابيلو سيمو کې د٣٨ تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
اته ديرش تنه ډاراچوونکي دامنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزوعملياتو کې دهېواد  په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په تيرو ٢٤ ساعتو کې ملي دفاع او امنيتي  ځواکونو دډاراچوونکو دځپلو په موخه ګډ چاڼيزعمليات  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره کړل چې له امله يې ددوو تنو داعشيانو په ګډون اته ديرش تنه ډاراچوونکي  ووژل شول او ٢٦ تنه نور ټپيان شول.
دغه عمليات دننګرهار ، لغمان ، کونړ ، کاپيسا، غزني ، پکتيکا،  خوست ، لوګر ، قندهار، زابل  ، روزګان ، فراه ، بادغيس ، کندز ، فارياب ، تخار او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دلغمان ولايت  دالينګار  او اليشنګ  په ولسواليو کې   ١١ تنه ډاراچوونکي ووژل شول  ١٢ تنه ټپيان  ، دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې  ٩ تنه ډاراچوونکي وژل شوي او ١١ تنه ټپيان،  دکونړولايت  دوټه پورې  او شيګل ولسواليو په مربوطاتو کې  شپږ تنه  ډاراچوونکي وژل شوي او درې تنه ټپيان شوي دي او دروزګان ولايت  دچوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه تنه ډاراچوونکي  وژل شوي  او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.دغه راز دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په  مربوطاتو کې  دعملياتو له امله  دوه تنه داعشيان  وژل شوي  دهلمند ولايت  دمارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ډاراچوونکي وژل شوى   او ددښمن  يو موټر له منځه تللى دى  او دزابل ولايت دشاجوى  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دوه تنه ډاراچوونکي وژل شوي اوپنځه تنه نور ټپيان شوي دي  ،  دغزني و لايت داندړو، دپکتيکا ولايت ، ګيلان ولسواليو په  مربوطاتو کې  دوه تنه ډاراچوونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته