-کابل باختر د زمري اوومه :
په تيرو څليرويشتو ساعتونوکې د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو د گډو يرغليزو عملياتوپه بهيرکې چې د ډار اچوونکو د ځپلواو د خلکو د سر او مال د ساتنې په مقصد د ننګرهار، پروان، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، غزني، قندهار، زابل، فراه، جوزجان، کندز، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په يوشمېر ولسواليوکې ترسره شول؛١٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول، ١٢ تنه ټپيان او٦ تنه نور يې ونيول شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي او دفاعي ځواکونو دغه ګډ عمليات چې د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړترسره شول؛ د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې لس تنه ياغي طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د داعش يوغړى ووژل شو او څلور تنه نور يې ټپيان شول او د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول، يوتن ټپي او دوه تنه نور يې ونيول شول .
دغه راز د غزني ولايت د ګيلان، د کاپيسا ولايت د نجراب، د پروان ولايت د سياه ګرد او د هلمند ولايت د مارجې ولسواليو په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې شپږ تنه ياغي طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې چې کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول؛ دملي اردو پنځه تنه منسوبين هم شهيدان شوي دي .
4 1 دقیقه لوستل