کندز / د تلې لومړۍ / باختر
د کندز مسوولين وایي چې کورني ملکي الوتنې ډېر ژر پیلیږي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کندز والي عبدالستار میرزکوال وایي چې کورني الوتنې له کابل څخه کندز ته او بر عکس یې په نږدې راتلونکي کې پیلېږي.
هغه زیاته کړه چې کندز د هېواد د شمال ختیځ زون مرکز دی او د کندز په ګډون د کورنیو الوتنو په پیلېدو سره به د بغلان، تخار او بدخشان سوداګرو او خصوصي متشبثينو ته آسانتیاوې هم برابرې شي.
پای/ شکریه
0 د یوې دقیقې څخه لږ