امنیت

په ننګرهارکې لسګونه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د سلواغې ۱۲ مه / باختر
په داسې حال کې چې د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو ضد عملیات دوام لري، پوځي مقامات د طالبانو له شتون څخه د لسګونو کلیو د پاکولو خبر ورکړ.
دغه عملیات ١٠ ورځې وړاندې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د سلګونو پوځیانو په ګډون د مومند درې په مربوطاتو کې پیل شول او لا هم دوام لري.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي دي چې د عملیاتو په بهیر کې د مومند درې ولسوالۍ لسګونه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
دغه راز ویل شوي دي چې پوځیانو په عملیاتوکې د طالبانو څو پټنځایونه او مرکزونه له جنګي وسایلو سره يې له منځه وړي دي.
له بلې خوا پوځیانو په پاکو شويو ساحوکې پوځي قرارګاوې جوړې کړې دي چې له یوې خوا د خلکو امنیت تامین کړي او له بلې خوا هم د حکومتوالۍ او د پراختیا او بیا رغونې بهير لپاره زمینه برابره شي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته