سیاست

له پاکستان سره د ګډو عملیاتو توافق نه دی شوی

کابل باختردغويي دمياشتې ١٥ مه :
حکومت له اسلامي ګوند سره د شوي هوکړه لیک پلي کېدو ته ژمن دی او له اسلامي حزب نه هم هیله لري چې د لاسلیک شوي هوکړه لیک ټولو مواردو ته ژمن واوسي.
د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې د دې څرګندونو ترڅنګ، له څرخي پله زندان څخه د اسلامي حزب 55 تنو بندیانو خوشې کېدو ته په اشارې وویل، چې د حکومت له لوري د موافقه ليک پلي کېدل پيل شوي دي.
ښاغلي جاوېد فیصل کابل ته د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه، چې د افغان حکومت دروازې د تل لپاره د سولې پر مخ پرانستي دي.
هغه کابل او واشنګټن دوه ستراتېژیک دوستان وبلل ، چې په وینا یې د ترهګرۍ له منځه وړل او د سولې او ثبات تامینول یې اساسي هدف، خو په خبره یې چې تر اوسه دې هدف ته نه دي رسېدلي. فیصل زیاته کړه، امریکا باید دې موخې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره همکارۍ ډېرې کړي.
د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند وویل، چې د امنیت ترڅنګ د ټاکنو روڼتیا ته هم هڅې پیل شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکنو کې له ټېکنالوژۍ د ګټنې لپاره، خپله طرحه بشپړه کړې او حکومت چمتو دی چې ډير ژر دغه طرحه ورته وسپارل شي.
هغه کابل ته د پاکستان دوو لوړ پوړو هيئتونو سفر ته په اشارې سره وویل، چې دوی د پاکستان عملي اقداماتو ته سترګې په لاره دى څو د باور فضا رامنځته کولو لپاره ترسره شي او هغه ژمنې چې پاکستان له افغانستان سره کړي عملي کړي.
د نوموړي په وینا، چې د اې اېس ای مشر په کابل کې له امنیتي او سیاسي مشرانو سره لیدلي؛ خو د ډيورنډ کرښې په اوږدوکې یې د ګډو پوځي همکاریو او عملیاتو د توافق خبره رد کړه. هغه وویل، په دې اړه بحث او توافق نه دی شوی.
جاوېد فیصل بادغیس ته د اجرائيه رئيس د سفر په اړه وویل، چې دغه سفر د خلکو د
ستونزو د اورېدو، ورته د حل موندلو او د دولت او ملت ترمنځ د واټن کمولو لپاره ترسره شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې په دې سفر کې چې د کابینې غړو هم په کې شتون درلود، د خلکو اساسي ستونزې څېړل شوي او په کابل کې به ورته اړونده مسوولان د حل لارې ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته