کابل باختر د کب شلمه :
د بغلان ولايت په پل حصار ولسوالۍ کې د دوو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو د افرادو ترمنځ نښتې له امله ۳۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې دي.
د پل حصار ولسوال سيد مختار د باختر اژانس خبريال ته وويل: دغه نښته د قوماندان تازک او فيض محمد د افرادو ترمنځ له يوې اوونۍ راپدېخوا دوام لري چې له امله يې ۳۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو څخه تښتيدلې او د ده يک کلی او د هغه نږدې کليو اوسيدونکو ته زيانونه اوښتي دي.
د پل حصار ولسوال د دغې پېښې اصلي انګېزه د دواړو قوماندانانو ترمنځ اختلافونه وبلل او د جګړې دواړو لورو له درندو اوسپکو وسلو څخه استفاده کړې ده چې له امله يې يو تن وژل شوی هم دی .
ختم_ سعيده – اکرم