ټولنه

په ايبکوښارکې پل جوړيږي

کابل  باخترد وري دمياشتې  ١٩ :
دسمنګانو ولايت په ايبکو ښارکې نن د يوه پله د جوړولو کار د ترکيې په مالي مرسته پيل شو.
دسمنګانو والي پوهنيارخيرالله انوش اوپه کابل کې دترکيې سفير بساط اوزترک  ددغه پله د بنسټ  د ډبرې په  ايښودلو سره دهغه د جوړولو کار پرانيست.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه پل چې پنځه ديرش متره اوږدوالى او يوولس متره سور لري؛  په شپږومياشتوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
ويل کيږي ددغه پله په جوړيدوسره دسمنګانو ولايت اوسيدونکو ته لازمې اسانتياوې برابريږي .
اوزترک ددغه پله دبنسټ د ډبرې د ايښودلوپه مراسموکې وويل: ترکيه په پام کې لري چې له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته د افغانستان له دولت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او د افغانستان دملي اردو لس زره تنه افسران په پوځي برخه کې وروزي.
دغه راز د ترکيې سفير د سمنګانو له خلکو سره ژمنه وکړه چې دکرنې د اوبو ، د ښوونځيواوکلينيکونو د ودانيو د نشتوالى ستونزه د مسوولينو له لارې دترکيې د دولت مسوولينو ته رسوي چې هغوى د ستونزې په حل کولو کې همکاري وکړي .
د سمنګانو والي پوهنيار خيرالله انوش د ښځو دمسلکي ليسې، د حضرت سلطان دنجونو د ليسې، د بر دره صوف د ديرش بستريز روغتون او په بر دره صوف ولسوالۍ کې د يو کلينيک د ودانيو د جوړولو له امله چې دترکيې په مرسته جوړې شوې دي؛ مننه وکړه  او ويې ويل: موږ دترکيې له هيواد څخه غواړو چې دسمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليوکې د اوبو د دوو بندونو او دغه راز د ښوونځيو اوکلينيکونو د ودانيو په جوړولوکې ددغه ولايت له خلکو سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته