ټولنه

د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت: په کوچيانو د يخچالونو ويش پيل شوى دى

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٨  :
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ننګرهار، هرات، بلخ او پروان په ولايتونوکې په کوچي متشبثينو د لمريزو يخچالونو د ويش بهير پيل کړى دى.
د باختر آژانس دخبرله مخې : 
دکليو دبيا جوړولواو پراختيا وزارت مقاماتو ويلي دي چې  کوچي مالداران کولاى شي له دغو يخچالونو څخه په استفادې سره د شيدو، مستو او پنيرو په ګډون خپل لبني محصولات وساتي او په روغتيايي ډول بازار ته يې وړاندې کړي .
د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت يوه مسوول ويلي دي چې ١٥٠  کوچي کورنۍ به له لمريزو يخچالونو څخه په مستقيم ډول او  ١٨٠٠ نورې کورنۍ په غير مستقيم ډول ګټه واخلي .
د دغه وزارت مقاماتو ويلي دي  چې د دغو وسايلو ټول ارزښت څلورو ميليونو افغانيو ته رسيږي چې د دغه وزارت دکليوالي صنايعو د پرمختيا د ملي پروګرام له خوا ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته