سیاست

چین د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوي

کابلباختر د ثور د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون په پلازمېنه بیجېنګ کې د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ اِې سره وکتل.
د ملي امينت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، له افغانستان سره د چین د اقتصادي همکاریو او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې د مبارزې په اړه خبرې وشوې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې له امله د هېواد د ملي امنیت سلاکار ته د تسلیت د مراتبو له څرګندولو وروسته و ویل،  چې هېواد یې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړه، چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان د دولت د جګړې ملاتړ کوي او د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو او تجهیزاتو په برخه کې همکاري کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د افغانستان دولت د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب په منظور د چین د ملاتړ قدرداني کوي او هیله لري، چې د دې موخې له ترلاسه کېدو سره افغانستان د سیمې د هېوادونو د همکاریو د پيوستون په محور بدل شي.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان د دولت جګړه یوازې د افغانستان جګړه نه ده، بلکې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولې سیمې او نړۍ لپاره د ترهګرۍ له ګواښونو سره مقابله کوي.
د ملي امنیت سلاکار په کابل کې وروستۍ تروریستي پېښې ته په اشارې سره و ویل، چې افغان دولت به له ترهګرو او د هغو له ملاتړو او تمویلوونکو سره سوله ونه کړي. د ملي امنیت سلاکار همدارنګه زیاته کړه، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د افغانستان د سیمه ییزو او نړېوالو متحدینو د ظرفیتونو د لوړولو او تجهیزاتو په برخه کې مرستې د ټولې سیمې او نړۍ له امنیت سره مرسته کوي.
په دې کتنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته