امنیت

دوه تنه مخالفين ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
په  لغمان ولايت کې د ماين د چاودنې له  امله  دوه تنه  وسله وال  مخالفين ووژل   شول  او دوه تنه نور  ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
تيره شپه وسله والو مخالفينو د لغمان ولايت  د الينګارولسوالۍ  د نيم نائي  په ساحه کې له ځانه يو  جوړ کړاى شوى ماين د ورانکارو اوتروريستي  عملونو دتر سره کولو لپاره ليږداوه  چې  هدف ته له رسيدو مخکې د وسله والو طالبانو   د قوماندان قاري ادريس په کورکې په دوى وچاوديد چې له امله يې  دافغانستان  دخلکو دوه تنه دښمنان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته