اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۹میلیاردو افغانیو په ارزښت د قیصارـ لامان لویې لارې جوړولو او دوه نور قراردادونه منظور کړل

کابل_باختر د زمري د مياشتې٣٠مه
د ملي تدارکاتو کمېسیون تېر ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې د ۶ میلیاردو افغانیو په ارزښت د قیصار ـ لامان حلقوي سړک لومړۍ او دویمه برخه چې  ۸۲ کیلو متره کېږي، منظور شوه.
د قیصارـ لامان حلقوي سړک چې په بادغیس ولایت کې دی، د هېواد  د سیمه ییز اتصال مهمه لویه لار بلل کېږي چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویل او فواید عامې وزارت یې تطبیقوي.
جمهوررئیس غني او د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو د دغه قرارداد د بحث او منظورۍ پر مهال وویل، د دغه حلقوي سړک د کار بیا پیل په حقیقت کې د دغې پروژې د مخکني بحران پای ته رسول دي او فواید عامې وزارت ته یې کلکه لارښوونه وکړه، چې د دغه سړک د پاتې برخو د ډیزاین بشپړولو او د لومړۍ او دویمې برخې د تطبیق څارنې ته چې قرارداد یې لاسلیک شو، لازمه پاملرنه وکړي.
د دغې پروژې د لومړۍ برخې ګټونکی داوطلب هندي شرکت او د دویمې برخې  چینایي شرکت دی. د دغوقراردادونو تطبیق به دوه نیم کاله وخت ونیسي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون سربېره پر دې د هېواد د فضایي حریم د مشورتي خدمتونو مدیریت قرارداد هم تائید کړ او د ملکي هوايي چلند پر خپلواکې ادارې یې ټینګار وکړ چې د دغې پروژې له لارې په راتلونکي کې د افغانانو له لوري د دې مسوولیت منلو په موخه د دې پروژې له لارې د افغان کار د روزنې په برخه کې لازمې هڅې وکړي.
بل خوا کمېسیون د افغان ټیلیکام شبکې د انترنټي بستې (Bandwidth) او د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک د تېلو د بیې د زیاتوالي قرارداد هم تصویب کړه.
کمېسیون نورستان او د ډایکندي ولایتونو ښوونځیو ته د مېز او څوکیو برابرولو او د انټرکانټیننټال هوټل د ایمني او امنیتي خدمتونو قرارداد د زیاتې ارزونې په موخه ور وګرځاوه او د ملي دفاع وزارت اړوند د استحمام د لوازمو تدارک قرارداد یې د تمویلونکي مرجع د نه موافقې له امله رد کړ.
همداراز د ملي تدارکاتو کمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون او مرکزي احصایې اداره غونډې ته راوبلل او د تخنیکي مشخصاتو او د رای ورکوونکو د بایومتریک د ثبت سیستم وسایلو تدارکاتي پروسې او تخنیکي مشخصاتو(BVR) په اړه یې راپور واخیست. 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او اجراییه رئیس د یادې موضوع په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کاري پرمختګونو په اړه بحث او ټینګار وکړ چې د یو خپلواک بنسټ په توګه د ټاکنو کمېسیون پرېکړو ته درناوی لري، خو پر ټاکلي وخت او مناسب ډول د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس او په غونډه کې حاضرو کمیشنرانو د هېواد اړتیاو او ټولنیزو شرایطو ته په پام د یاد سیستم لپاره د معقولو مشخصاتو د انتخاب او تدارکاتي روش په اړه ډاډ ورکړ.
په غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې او عدلیې وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د سیګار څارونکو، د غوڅ ملاتړ سیستیکا او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ غړو هم ګډون درلود.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته