امنیت

په هلمند ولايت کې دطالبانو په سنګرونودهېواد دهوايي ځواکونومرګاني بريدونه

کابل باختر دثور پنځمه :
١٧ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو ديولړبريدونو په  بهير کې  ووژل شول
په دغووسله والو  طالبانو تيره شپه  په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وودلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې بريد وشو
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې  دهېواد دهوايي  ځواکونو  په دغوهوايي  بريدونوکې١٧   تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې   دطالبانو څو مرکزونه  دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  په  هلمند ولايت کې د  وسله والو طالبانو دجنګي وسايلوديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي . له دغه ډيپو څخه چې  دلښکرګاه ښار ته څيرمه د طالبانو  له پټنځي  څخه کشف او له هغه څخه يوشمير سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي . .
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې دطالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار  د هلمند ولايت  دلښکرګاه ښارته څيرمه او دګرشک په ولسوالۍ کې درې ماينونه کشف اوشنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
  ختم_عطاالله -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته