کابل/ باختر/ د زمري ١٢مه
په قندهارکې د دوو ځاى پرځاى شويو ماينونو په چاودنه کې نن اته ملکي وګړي او د پوليسو يو افسر ټپيان شول.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جمال ناصر د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: دغه ماين د قندهار ښار د دويمې حوزې په مربوطاتوکې په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و چې د چاودنې له امله د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون اته ملکي وګړي ټپيان شول او يرغلګر چې په موټرسايکل سپور و، ووژل شو.
دغه راز د درېيمې حوزې په ساحه کې په يوه ونه کې د يوه ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې د پوليسو يو افسر ټپي شو.
پاى ذ