کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١٧ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د امریکا د متحدو ایالاتو له سفیر جان باس سره وکتل.
داجراييه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کي د افغانستان د امنیت او سولي پر مسائلو او په دغو برخو کي پر راتلونکو فعالیتونو بحث وسو.
د هیواد اجرائیه رئیس وویل،چي حکومت د کابل د پروسې لپاره تياري نیولې او له دې لاري به په افغانستان کي د دایمي سولي د ټنګښت په هدف د سیمي او نړۍ د هیوادونو همکاري همغږې کړې.
د امریکا د متحدو ایالاتو له سفیر سره په ننۍ کتنه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځد اړیکو پر ښه والې هم خبرې وشوې.پاى- ع