امنیت

د سنګين ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

٢- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د هلمند د سنګين ولسوالۍ لپاره د وسله والوطالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال له ٥ افرادو سره په هوايي بريد کې ووژل شو.
په مولوي ناظم مشهور ملا شفيق الله پرون نا وخته د سنګين ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و .
په دې هوايي بريد کې د طالبانو د ډلې سيمه ييز قوماندان ملا ظاهر له ٣ نورو طالبانو سره ټپى شو.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې د هلمند د سنګين لپاره د طالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال ملا شفيق الله غوښتل د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل وکړي چې پرې بريد وشو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې هوايي بريد کې په مولوي ناظم مشهور ملا شفيق الله او٥ نور وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نور طالبان ټپيان شول.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ج_ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته