اقتصاد

په غور کې د پنځو پرمختيايي پروژو کار پيل شو

کابل / د غويي ١۵مه / باختر
د پنځو پرمختيايي پروژو کار پرون د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ په دغو پروژو کې د ٩۶٧مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، د اوبو بند او د دوو پلګيو او دوو پلونو جوړول شامل دي چې د خلکو په ۱۰ سلنې وڼدې سره د ساحوي سمون ملي پروګرام له لارې د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت له بودجې څخه د ۴۴ میليونو ١٢٨ زرو افغانيو په لګښت پلې کېږي.
خبرځاى وويل چې د دغو پروژو د تطبيق په بهير کې د سيمې خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده او د دغو پروژو په بشپړېدو سره د لعل او سرجنګل ولسوالۍ خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرېږي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته