امنیت

يو ډار اچوونکي ووژل شو او يوتن بل ونيول شو .

کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
دهلمند ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه دخاصو عملياتو دفرقې دمنسوبينو په عمليات کې يو ډار اچوونکي ووژل شو او يوتن بل ټپي شو .
دخاصو عملياتو دفرقې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دخاصو عملياتو دفرقې ددويمې لوا داووم کنډک دمنسوبينو دغه چاڼيز عمليات دهلمند ولايت دنهر سراج ولسوالۍ دلچکانو  دکلي په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې يو ډار اچوونکي ووژل شو  او يوتن بل  ټپي شو او ددښمن يو کلاشينکوف  دوه  ايکم مخابرې، دوه پورتاتيف مخابرې، دوسايطو ضد ماين يوه زياته اندازه پټاقۍ ، دارپي جې  -٧ توغندي شپاړلس  ماينونه ، د ام ٢٤٠ پنځه سوه ماينونه  د ام – ٨٠  هاوان يوماين او يوه زياته اندازه ډول ډول مهمات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دعملياتوپه بهير کې دکوماندو ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته